رښتینولي تر ټولو ښه سیاست دی. ستاسو په اند، یو دروغجن انسان د درناوي وړ دی او یا دا چې تاسو کله هغه چا ته دروغ ويلي چې ستاسو د درناوي وړ وي؟ که کله در څخه کومه تېروتنه کېږي، بښنه وغواړئ. په تېره بیا دغه څه د خپلو ماشومانو په مخ کې وکړئ، څو هغوی هم بښنه غوښتل زده کړي؛ ځکه ماشوم په دې سره پر خپل نفس اعتماد پیدا کوي او له ځانه سره فکر کوي چې دا دی زما پلار او یا مور چې تر ما لوی دي، هم تېروتنه کوي او د تېروتنې جبران په بښنې سره کېږي. هڅه وکړئ چې د خپلو ماشومانو پر مثبتو ټکو تمرکز وکړئ. که خدای مه کړه ماشوم مو کله هم تېروتنه کوي، مه یې رټئ او بد رد مه ورته وایاست؛ ځکه دغه یې حللاره نه ده. د خپلو ماشومانو ستاینه وکړئ، خو پام مو وي چې په دې برخه کې زیاتی درڅخه ونه شي او هسې نه چې دروغ ووایی. که غواړئ چې په ماشومانو کې مو مثبت بدلون راولی، پر مثبتو ټکو یې تمرکز وکړئ؛ ځکه څومره مو چې د ماشوم ښې کړنې ستایئ، په هماغه ډول نور هم هڅېږي.