طالب سرچینې وایي، د قطر غونډه یې له امریکا سره د اجنډا د موضوعاتو پر سر د اختلافاتو له امله ځنډېدلې ده.
که څه هم رویټرز اژانس د دې غونډې د لغوه کېدو رپوټ ورکړی دی، خو مسیر ته طالب سرچینو ویلي چې د اجنډا په برخه کې ستونزې شته، غونډه به کېږي او یو مخ نه ده لغوه شوې.
رويټرز خبري اژانس ته په قطر کې د دې غونډې د لغوه کېدو په اړه بیا طالب سرچینو ویلي، له امریکایي چارواکو سره یې د سولې په اړه خبرې ځکه لغوه کړې چې د اجنډا د موضوعاتو په اړه یې په تېره بیا په دې خبرو کې د افغان چارواکو د ګډون، د احتمالي اوربند د اعلانولو او د بندیانو د تبادلې په اړه دواړو لورو اختلافات درلودل.
ټاکل شوې وه چې د نن او سبا په غونډو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره پر هغو مسایلو بیا خبرو ته دوام ورکړي، چې دواړو لورو په مخکینۍ غونډه کې پرې خبرې کړې وې.
د طالبانو یوې سرچینې رويټرز ته ویلي، امریکایي چارواکو ټینګار کاوه چې طالبان دې په قطر کې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوري، دغه راز دواړو لورو هم په روان ۲۰۱۹ ز کال کې د احتمالي اوربند د اعلانولو پر موضوع اختلاف درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي وو چې دواړه لوري تر اوسه د دغو خبرو پر تخنیکي جزیاتو کار کوي او د خبرو لپاره واضح اجنډا هم نه ده ترتیب شوې.
د طالبانو سرچینو رويټرز ته دغه راز ویلي، دوی له امریکایي چارواکو غوښتي وو چې د طالبانو ۲۵ زره بندیان خوشې کړي او دوی به یې هم په بدل کې درې زره بندیان خوشې کړي، خو د دې سرچینې په وینا، امریکایي چارواکي اوسمهال لېواله نه وو چې د بندیانو پر تبادلې بحث او خبرې وکړي.
د طالبانو یوې بلې سرچینې دغه اژانس ته ویلي چې دوی به هېڅکله هم اوربند اعلان نه کړي، تر څو یې د جګړې په اړه خپلې اساسي غوښتنې پوره شوې نه وي.
د دې سرچینې په وینا، طالبان داسې احساس کوي چې زلمی خلیلزاد د دې صلاحیت نه لري چې د موضوعاتو په اړه مهمې پرېکړې وکړي.
د رويټرز د راپور له مخې، د سولې له دغو ټکنیو هڅو سره په امریکا کې مېشت راند څېړنیز مرکز د افغان سولې د موافقې د یوې طرحې ځینې جزیات په کابل کې له افغان چارواکو او ډیپلوماتانو سره شریک کړي دي.
په دغه سند کې چې رويټرز یې یوه کاپي ترلاسه کړې، وړاندیز شوی چې امریکا او ناټو دې ځواکونه په تدریجي ډول په اتلسو میاشتو کې له افغانستانه وباسي.