د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې له ۸۸ زره د ډېرو کسانو نومونه د درغلۍ له امله د رایې ورکوونکو له ليسته لرې شوي او نه شي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي. د ټاکنو کمېسیون په یوه خبري ناسته کې د بادغيس، بلخ، بامیانو، کندهار، خوست، کندوز، لغمان، لوګر، نیمروز او سمنګان ولایتونو د رایې ورکوونکو لومړنی ليست د ټاکنو د څارونکو بنسټونو په حضور کې اعلان کړ. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په لسو ولایتونو کې د رایې ورکولو پر شرایطو د برابرو ۲،۱ ميلیون رایې ورکوونکو له ډلې ۸۸ زره کسان له ليست لرې شول. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبيح الله سادات ویلي، ډېټابس ته د رایې ورکوونکو د معلوماتو د رسولو بهیر جریان لري او تر اوسه د ۹ ميلیونه رایې ورکوونکو معلومات دې سیسټم کې ثبت شوي دي. سادات زیاته کړه، دغه کسان د تکراري نوم لیکنې، ناسمو معلوماتو، د ۱۸ کلنۍ عمر د نه پوره کېدو او د زېږېدنې نېټې د نه لیکلو له امله د دغو ولایتونو له لومړني ليست څخه لرې شوي دي.