د شپېلۍ ځواک کتاب چې د ځان پېژندنې، جوړونې، بریالیتوب او همدارنګه د تصوف او عرفان په فلسفه کې د انسان وړتیاوې ارزوي، د دغه موضوعاتو اړوند اثر دی چې د مخکښ ترکي لیکوال او ویناوال هاکان منګوچ لخوا لیکل شوی دی او پښتو ژبې ته د نوموړي لومړی اثر دی چې چاپ او بازار ته وړاندې کېږي. د کتاب په لیکوالۍ کې د عبرتناکو داستانونو په ژبه مطالب بیان شوي چې په سبب یې لیکوال د ډېری لوستونکو پام راخپل کړی دی. کتاب ۱۲۸ مخونه او دری څپرکي لري، اغلې نوریې جاهد ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او خپور کړی دی. مینوال کولای شي له اکسوس او د هېواد له نورو مشهورو کتابپلورځیو یې ترلاسه کړي.