د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په د دې ولایت په چهاربولک ولسوالي کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې شپږ امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور یې ژوندي د طالبانو لاس ته ورغلي دي. په چهاربولک ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیس قومندان محمد امان ویلي چې نښته تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې پیل شوه چې د سهار تر ۶بجو پورې یې دوام درلود. هغه ویلي، په دې نښته کې ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي او اووه تنه نور له یو ټانک سره وسله والو طالبانو له ځان سره بیولي دي. د نوموړي په خبره طالبانو دغه راز درې ټانکونو ته اور هم ورته کړی دی. د بلخ ولایت پولیس د نښتې پخلی کوي خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.