د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هند ته رسېدلی دی. هندي رسنۍ وايي چې نوموړی به د افغان سولې په اړه له هندي چارواکو سره خبرې وکړي. خلیلزاد به دوه ورځې په هند کې وي او هڅه به وکړي چې د سولې لپاره سیمه ییزه اجماع نوره هم پیاوړې کړي. هندي رسنیو بیا دا هم ویلي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله هم د خلیلزاد او هندي چارواکو د بحث موضوع ده. زلمي خلیلزاد تېره ورځ د افغانستان د سولې په اړه افغانستان او سیمې ته خپل څلورم سفر پيل کړ. هغه به په دې سفر کې د هند تر څنګ چین ته هم ځي. خلیلزاد داسې مهال یاد سفر تر سره کړی دی چې تېره ورځ وسله والو طالبانو په قطر کې له امریکا سره تر سره کېدونکې لیدنه او غونډه لغوه کړې ده. ددوی په خبره طالبان تر فشارونو لاندې دي نو ځکه یې دغه غونډه لغوه کړه.