د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې په کابل کې به د ولسي جرګې د ترسره شوو ټاکنو پایلې ډېرې ژر اعلان کړي خو دقیقه نېټه یې نه ده ورته په ګوتو کړې. نږدې درې میاشتې وشوې چې په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې خو د کابل ولایت پایلې لا هم نه دي اعلان شوې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي چې د ټاکنو پایلې به ډېرې ژر اعلان شي خو دقیقه نېټه یې لا تر اوسه هم نه ده مشخصه شوې. د کابل ولایت ټاکنې هغه څه دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. ګڼ نوماندان او د مدني ټولنو فعالین وايي چې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې ددغه ټاکنو له امله د پراخ فساد زمینه برابره شوې ده او هلته رایې اخیستل کېږي او پېرل کېږي. د شکایتونو خپلواک کمیسیون بیا یو ځل د کابل ټاکنې لغوه اعلان کړې خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون او حکومت ورسره و نه منله.