د سولې عالي شورا وایي افغان پلاوی لا هم په پاکستان کې دی او له پاکستاني چارواکو سره په لیدنو کتنو بوخت دی. د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وایي د یادې شورا د دارالانشا رییس په پاکستان ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او همدا راز د یاد هېواد له یو شمېر سیاسیونو او دیني علماوو سره کتلي دي. عمر داوودزي د خپلو لیدنو په لړ کې له ملا فضل الرحمن او همدا راز پښتون سیاستوال افراسیاب خټک سره هم د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي. احسان طاهري وایي چې په پاکستان کې سیاسي او مذهبي ګوندونو ورسره د سولې به برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. دده په خبره ټولو اړخونو ژمنه کړې ده چې د جګړې په پای ته رسولو او سولې راوستلو کې به پراخه هڅه کوي. داوودزی به نن هم په پاکستان کې د افغان سولې په اړه له بېلو اړخونو سره لیده کاته ولري.