د کورنیو چارو وزارت وايي پولیس هڅه کوي یوه ډله کسان چې ملي ګټو ته زیان رسوي او په هېواد کې یې بې نظمیو ته لار هواره کړې ده د قانون منګولو ته وسپاري. ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې د ځینو کسانو د نیولو پرمهال ځينې کړۍ د خلکو له سمتي او ژبنیو احساساتو ګټه پورته کوي او هڅه کوي د جنایت کوونکو او غیر مسوولو وسله والو د نیولو په لار کې خنډ شي. د رحیمي به وینا کورنیو چارو وزارت هر هغه څوک د مجرمینو په لېست کې شاملوي چې د غیر مسوولو او ملي ګټو ضد کسانو د نیولو پر مهال پولیسو ته ستونزې جوړوي. کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې په کابل ښار کې به امنیت تامین کړي او غیر مسوول وسله وال به د قانون منګولو ته وسپاري.