د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ددوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه چین ته تللی دی. د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محب به په دې سفر کې د چین له مهمو حکومتي چارواکو سره ګوري او ددوه اړخیزو اړیکو د پراختیا تر څنګ به پر افغان سولې خبرې کوي. سرچینه زیاتوي افغان حکومت هڅه کوي د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو لپاره سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي او ګاونډیان په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي. افغان او چینایي چارواکي به همدا راز په دې لیدنه کې ددوه اړخیزو امنیتي همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.