د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې په مصر کې د چین د صادراتو لومړنی نړیوال نندارتون جوړېږي، چې په همدې موخه ددغه هېواد بندر ته د ځینو توکو استول پیل شوي دي. د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د مصر سعيد بندر ته د هغه توکو لېږل پيل شول چې د چين د صادراتو په لومړي نړيوال نندارتون کې به نندارې ته اېښودل کېږي. په دې توکو کې د مصر کلتوري لاسي اثار، فرهنګي توکي، منسوجات، طبي سامانونه او صنعتي توليدات شامل دي.