د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه د وتلو نیت نه لري. کرزي زیاته کړې، امریکا له افغانستانه نه وځي او له طالبانو سره هم په افغانستان کې د خپلو اډو په اړه خبرې اترې کوي. هغه زیاته کړې تر هغه پورې د افغان سولې خبرې کومه پایله نه شي لرلی څو پورې چې دا پروسه په بشپړه توګه بین الافغاني شوې نه وي. نوموړي د سولې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو پر رول د ټینګار تر څنګ ویلي، ګاونډي هېوادونه باید په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي. پخوانی ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په همدې تړاو د خبرو لپاره د سیمې هېوادونو پر سفر راوتلی دی. د یادونې ده چې امریکایي رسنیو تر دې مخکې د ټرمپ له قوله ویلي وو چې نوموړی نیت لري په روان کال کې خپل نیمایي عسکر له افغانستانه وباسي چې په هېواد دننه او دباندې یې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.