د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۴مې نېټې له غرمې وروسته له بېجينګ څخه په انلاين ډول د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۳مه غونډه کې ګډون وکړ او مهمه وينا يي وکړه.
شي جين پينګ ويلي، چې د سيمې د دايمي سولې او ثبات رامنځته کول زموږ ګډ مسئوليت دی. چين غواړي له بېلا بلېلو خواوو سره يو ځای د نړيوال امنيت وړانديز تطبيق کړي، د ډيالوګ له لارې د هېوادونو تر منځ توپيرونه او تضادونه لرې کړي، د نړيوالو او سيمه ايزو تودو مسئلو د سياسي حل او فصل هڅونه وکړي او د سيمې د خونديتوب ضمانت جوړ کړي.