د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په میدان وردګو ولایت کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سیمې اوسېدونکو او قومي مشرانو له رسنیو سره په خبرو کې او همدا راز پر ټولنیزو رسنیو په خپرو کړو خبرونو کې ویلي، چې تېره شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سیمه ییزې سرچینې وايي چې د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ په ملا حافظ کلي کې له دوو ورځو راهیسې عملیات روان وو. تېره شپه د همدې عملیاتو په لړ کې د مسیح الله نومي کس کور بمبار شوی دی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسه پکې وژل شوي دي. د میدان وردګو ولایت امنیه قومنداني بیا د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه مني خو وايي چې افغان ځواکونو پخپلو عملیاتو کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حکمت دراني سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې تر څلوېښت ډېر طالبان په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي. بلخوا وسله والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په جغتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ددوی په وینا طالبانو ته په دغه عملیاتو کې زیان نه دی اوښتی.