د مغولستان صدراعظم اويون ايردني په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې هيله څرګنده کړې، چې د مغولستان او چين ترمنځ اړيکې به په نړۍ کې ښه بېلګه وګرځي.
نوموړي په مرکه کې ويلي، مغولستان او چين د ځانګړتياوو، د پرمختګ لارو او نظامونو کې توپيرونه لري، نو داسې دوه ګاونډي هېوادونه څنګه يو له بل څخه ملاتړ کولی شي؟ زما په اند، د مغولستان او چين ترمنځ اړیکې نه یوازې د دواړو هېوادونو چارې دي، بلکې نړۍ ته د اسیا د ورپېژندلو کړکۍ، همداراز د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه بېلګه ګرځېدلی شي.
هغه د چین د دولت رئيس شي جين پينګ په حواله ويلي، چې په يوه ګل نه پسرلی کېږي، په سلو ګلونو پسرلی راځي. هغه زیاته کړې، چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه بايد د تمدن په برخه کې يو له بل سره شريک شي او په سوله ييزه توګه دې چلند وکړي او له دې امله به نړۍ نوره همغږې او ښکلې شي. يو هېواد نه شي کولی، چې د خپل برياليتوب او راتلونکي لپاره د نورو هېوادونو د برياليتوب مخنيوي وکړي.