د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یوه پروګرام اعلان کړی. د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان ناوړه بشري وضعیت ته په کتو د افغانستان د خوړو خوندیتوب پروګرام پیل کړ. د یاد شوي سازمان دوو غړیو هیوادونو؛ مالیزیا او قزاقستان سفارتونو پرون په یوه ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان وضعیت سبب شو، چې د دې سازمان غړي هېوادونه د خوړو د خوندیتوب یا مصئونیت پروګرام له لارې د بېړنۍ مرستې ګډې هڅې وکړي. په بیان کې وړاندې ویل شوي، د اسلامي همکارۍ سازمان د ۵۷ غړیو هېوادونو ګډ ملاتړ د افغانستان لپاره په ځانګړي ډول د دغه هېواد روان بشري بحران او سخت سیاسي – اقتصادي وضعیت ته په پام مهم دی.





























