د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې د جولای د ۱۳مې نېټې په سهار د چین بهرنۍ سوداګریزې شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۰،۱ ټریلیونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲،۱ سلنه زياتوالی ښيي.
د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې مسؤل ويلي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چین د بهرنۍ سوداګرۍ پيمانه د تېرو کلونو د همدې مودې په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او د وارداتو او صادراتو کيفيت يې له تمې سره سم ثابت او ښه شوی دی.