په یوه هوايي برید کې په کاپیسا کې د یوې کورنۍ اتلس غړي وژل شوي دي. افغان اسلامي اژانس د سیمي د اوسيدونکو له خولې لیکلي، چې تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې پر یوه کور هوایي برید شوی دی. د مولوي محمد قابل په نامه یوه کس یاد اژانس ته ویلي، چې بمبار د معلم امرالله په نامه د یوه کس پر کور شوی دی او ددغه کورنۍ غړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. محمد قابل وايي چې په پېښه کې ددغه کورنۍ اتلس غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي ځای پر ځای وژل شوي دي. دده په خبره دغه کسان ټول ملکي وګړي دي او له وسله والو ډلو سره هېڅ راز اړیکه نه لري. بل پلو د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري مني چې بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډه عملیات ترسره کړي دي، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله یې رد کړې ده. دده په وینا په دغه عملیاتو کې اته طالب وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه، چې د ګډو ځواکونو عملیات په یاده سیمه کې لا هم روان دي او له یادو سیمو د وسله والو طالبانو تر پاکولو پورې به روان وي.