ایرو ایشیا رېویو نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي چې په سیمه کې روان سیاسي او اقتصادي مسایل به د افغانستان د سولې مسئله ورځ تر بلې پېچلې کړي. ددغه نشریې په خبره طالبان او امریکا په یوازې ځان نه شي کولی چې د افغانستان د مسایلو په اړه هوکړه وکړي او دلته روانه جګړه ختمه کړي. په مطلب کې راځي چې په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري یوازې امریکا او طالبان نه دي، تر څنګ یې افغانستان یو مستقل حکومت لري چې ولس یې ملاتړ کړی دی او امریکا یې باید صلاحیتونو ته درناوی وکړي. سرچینه زیاتوي له امریکا سره د افغانستان د شاوخوا هېوادونو ستونزې، کړکېچ او رقابتونه به هم افغان سوله پېچلې کړي. دغه رسنۍ زیاتوي که امریکا او نړیوال په رښتیا په افغانستان کې سوله غواړي نو ددغه هېواد د روان حالت په اړه دې د سیمې د ټولو هېوادونو، طالبانو او افغان حکومت په ګډون د سترو کنفرانسونو تابیا وکړي او په دې ټوګه دې ټول دې ته قانع کړي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او امریکا دې د خپلو فعالیتونو په اړه واضح ژمنې د سیمې هېوادونو او افغان حکومت ته ورکړي. سرچینه کاږي که امریکا داسې و نه کړي نو د سیمې د هېوادونو تشویشونه او اندېښنې به افغان جګړه نوره هم اوږده کړي.