د چين د ايکولوژيک چاپېريال غونډه د جولای له ۱۷مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سرمنشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون منشي شي جين پينګ هم په دغې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي په خپلې وينا کې ويلي، چې راتلونکي پنځه کالونه د ښکلي چين د ابادۍ مهم فرصت او ښه مرحله ده او هېواد به يې په دې موده کې د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ايکولوژيک تمدن مفکوره عملي کړي، په اړوندو چارو کې به خلکو ته لومړيتوب ورکړي او هغې مفکورې ته به د عمل جامه واچوي، چې پاکې اوبه او زرغون غرونه پکې د شتمنۍ سرچېنه بلل شوې دي.
د چين حکومت به د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا د ارمان پوره کولو چارو ته لومړیتوب ورکړي، د ښارونو او کليوالو سيمو د خلکو د ژوند چاپېريال به لا ښه او د لوړ کيفيت د ايکولوژيک چاپېريال پر مټ به عالي پرمختګ رامنځته کړي او د انسان او طبيعت ترمنځ به د همغږۍ ګډ ژوند د عصري کېدو بهير چټک کړي.