د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې خپله هڅه کوي. هغه زیاته کړې دوی غواړي د افغان سولې په پروسه کې همکاري وکړي خو هېڅ وخت خپله پرېکړه پر افغان حکومت نه تحمیل کوي. دده په وینا لا هم په افغانستان او سیمه کې ځينې کړۍ شته چې د افغان سولې په پروسه کې خنډونه جوړوي خو په ښکاره یې د کوم چا نوم نه دی اخیستی. هغه همدا راز ویلي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ هم اوس اړیکې مخ په ښه کېدو دي او هیله یې ښودلې چې رامنځ ته شوې ستونزې له منځه یوسي. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د جګړو په اوږدولو او د وسله والو ډلو په ملاتړ تورن دی. د چارو د څارونکو په باور پاکستان د افغان سولې په اړه دوه مخی چلند کوي، ځکه هم د جګړې ملاتړی دی او هم د سولې شعارونه ورکوي.