کورنیو چارو وزارت پر غیر دولتي برخو د ځينو وسلو د ګرځولو بندیز لګولی دی. د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له وسله والو ځواکونو لکه کورنیو چارو ورازت، ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست له سرتېرو پرته نور څوک د درنو وسلو او د موټرونو په باډۍ کې د ساتونکو د لېږدولو حق نه لري. ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د خلکو ځاني او رواني امنیت ته پام کوي نو ځکه یې دغه بندیز وضع کړی دی. سرچینې له ټولو خصوصي کمپنیو، افرادو او غیر دولتي کسانو غوښتي چې له خپلو ساتونکو ځینې درنې وسلې لکه راکټ، پیکا، دهشکه او نور راټول کړي او حکومت ته یې وسپاري. کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلي، چې دغه ډله کسان په خپلو کورونو او کمپنیو کې هم د یادوو شوو وسلو د ساتلو حق نه لري. کورنیو چارو وزارت وایي چې په دې برخه کې د نورو بندیزونو د لګولو امکان هم شته دی.