پخواني ولسمشر حامد کرزي له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان جغرافیايي موقعیت د امریکا لپاره مهم دی، نو ځکه ویلی شو، چې دغه هېواد په افغانستان کې اوږدمهاله پلانونه لري. دده په خبره امریکا به په هېڅ قیمت افغانستان له لاسه ور نه کړي او له دغه هېواد به خپل ځواکونه په بشپړه توګه ونه باسي. هغه زیاته کړې چې امریکا غواړي له چین، ایران، روسیې او پاکستان سره په ګاونډ کې خپل ځواکونه ولري او دلته په سیمه کې خپل اهداف تعقیب کړي. د حامد کرزي په خبره امریکا ته په کار ده، چې د خپلو موخو لپاره افغانستان قرباني نه کړي، بلکې ددغه هېواد خلکو او ځمکې ته بشپړ درناوی وکړي. حامد کرزي همدا راز ویلي چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو ددې کار لپاره باید هر ډول خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي. هغه هیله ښودلې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت د طالبانو د ملاتړ پر ځای هغوی د سولې خبرو ته حاضر کړي. حامد کرزي د افغان سولې او افغانستان د پرمختګ په برخه کې د هند رول هم مهم بللی دی او له دغه هېواد یې غوښتي چې د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزې پرمختیا کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.