د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، سږ کال د دغه ولایت صادرات د تېرو نهو میاشتو په پرتله پنځلس سلنه زیات شوي دي. د دغې خونې اجرایه امر خلیل احمد یارمند ویلي، له هراته نورو ولایتونو او یو شمېر هېوادونو ته غالۍ، وچې او تازه مېوې، د مرمر ډبرې، زعفران او یو شمېر نور محصولات صادر شوي چې له درکه یې ۷۵ میلیونه امریکايي ډالر عواید ترلاسه شوي دي. د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ګڼ خلک په کرنې او سوداګرۍ بوخت دي او له همدې درکه خپل اقتصاد جوړوي.