له کابل ښار څخه لسګونه معتادین را ټول او د معتادینو د درملنې مرکزونو ته وړل شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وایي، دا ځل یې د کابل د سرای شمالي په غونډۍ کې د معتادينو را ټولولو کمپاين وکړ چې په پایله کې يې (۱۵۰) بې سرپنا معتادین را ټول او ابن سینا زر بستریز روغتون ته د درملنې لپاره بولي دي. د عامې روغتیا مسوولین وایي، مني چې د ځینو عواملو له امله معتادین تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي. په تېرو دوو اوونیو کې دا درېيم ځل دی چې له نشه يي موادو سره د مبارزې او عامې روغتیا وزارتونه له کابل ښار څخه معتادین د درملنې لپاره را ټولوي.