کندهار کې د ډیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې پنځه پوليس او اووه وسله وال طالبان وژل شوي. ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانوو تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ د رباط پر امنیتي پوسته برید وکړ چې د نن سهار تر ۳ بجو پوري يې دوام در لود. د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې د رباط پر امنیتي پوسته برید کې پنځه پوليس او ۷ وسله وال طالبان وژل شوي. دغه راز سرچینه زیاتوي چې په پېښه کې ۲ پوليس او ۶ وسله وال ټپیان شوي هم دي. په ورته وخت کې د والي ویاند عزیز احمد عزیز د پېښې پخلی کوي او وايي چې د اوښتو تلفاتو په اړه به يې وروسته معلومات خپاره کړي. سپین بولدک چې په تېر کې د کندهار له امن سیمو څخه ګڼل کېده د نا امنیو پېښې پکښې له تېري يوې میاشتي راهیسې زیاتي شوي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



































