ولسي جرګه وایي، د افغان حکومت په نه شتون کې له طالب وسله والو سره د امریکا په ګډون د سیمې د هېوادونو هر ډول لیدنې او خبرې باید بندې شي. ولسي جرګه وایي، بهرنیو چارو وزارت باید د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ټولو هغو هېوادونو چې د افغان سولې په اړه یې خبرې پیل کړي، وغواړي چې د افغان حکومت په نه شتون کې د دغه هېواد له وسله والو مخالفینو سره خبرې نشي کولی. د یادې جرګې غړو د نن ورځې په عمومي ناسته کې وویل، دا ډول خبرې هیڅ ګټه نه لري، بلکې د دوی په خبره له طالبانو اتلان جوړوي او افغان حکومت کمزوری ښیي. دوی زیاتوي کله چې په تېر کې شویو ناستو کومه پایله ورنه کړه نو له دې وروسته هم د افغان حکومت له حضور پرته لیدنې هیڅ ګټه نه لري. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په همدې تړاو د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی دی.