له نږدې اوه کاله چوپتيا وروسته د بشري حقونو نړیوال سازمان، يو وار بيا په اسدالله خالد د بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه پورې کړي دي. د دغه سازمان مرکز چې په نيويارک کې دی، تازه يې د هېواد د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړی دی. یاد سازمان په یوه راپور کې ویلي، اسدالله خالد چې په کندهار کې والي و، شخصي زندانونه يې لرل چې د ماموریت له پیل نه تر دا مهاله يې لا ځینې کسان ورک دي. دغه سازمان وايي، خالد په کندهار او غزني کې د والیتوب پرمهال له خلکو سره بد چلند کړی او هغوی یې ځورولي دي. د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي چې افغان حکومت د خالد د محاکمه کولو اراده نه لري، ياد سازمان له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو څخه غوښتي چې د خالد په محاکمه کولو کې مرسته وکړي. اسدالله خالد په تېره دوره کې د کندهار او غزني والي او د څه مودې لپاره د ملي امنیت عمومي رییس و چې وروسته یې په یوه ځانمرګي برید کې د اخیستو ټپونو له امله دنده له لاسه ورکړه چې اوس تازه د دفاع وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی.