د ولسي جرګې ځینو غړو نن ددغه جرګې په امتیازي ساعت کې وویل، چې په حکومت کې په بېلو برخو کې د مالیاتو په ټولو کې ستر فسادونه روان دي. ددوی په وینا د ګمرکونو د میلیونونو افغانیو ترڅنګ د لس سلنه مالیې حساب هم نه دی معلوم. دوی پر حکومت نیوکه کوي چې له خلکو میلیونونه افغانۍ مالیات اخلي، بهرنۍ مرستې را روانې دي، خو نه په امنیت او نه هم ولس ته په خدماتو کې ښه والی راغلی دی. وکیلانو پر اداري هیت غږ وکړ، چې د لس سلنه مالیې په اړه دې یو ځل بیا پوښتنه ګروېږنه وکړي. حکومت له څو کلونو راهیسې د مبایل له ګډونوالو لس سلنه مالیات ټولوي. دغه مالیات د حکومت بودېجې ته ځي چې څو ځله په دې برخه کې د فساد راپورونه هم خپاره شوي دي.