بې خوبي او په خوب کې ګډوډي نن ورځ پر یوې جدي ستونزې بدله شوې او له امله یې جسمي، رواني او نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کېږي او هم مو پر کار ناوړه اغېز کوي. تازه څېړنه وايي، هغه کسان چې د کولراډو په یو له کاڼو ډک غره کې یې د تفرېح لپاره خېمه وهلې وه، له هغه وخت څخه دوه نیم ساعته مخکې ویده کېدل، کوم چې عموماً په خپلو کورونو کې د شپې له خوا ویده کېدل. دوی په دغه غره کې د شپې لس ساعته ارام خوب کاوه. څېړونکي وايي، د دغه خوب دلیل ډېر روښانه دی او داسې یو څه دي چې بیا بیا مو اورېدلي او هغه (ټکنالوژي) ده. په معاصره نړۍ کې ژوند کول موږ نه یوازې پرله پسې مصنوعي رڼا او څراغونو ته مخ کوي، بلکې اوس خو له خپلو ټلیفونونو هم خلاصی نه لرو. دا پنځه ملګري چې دغه غره ته د شپږو ورځو په مخه د رخصتۍ لپاره تللي وو، خپل ټول برېښنايي او په ټکنالوژۍ پورې تړلي وسایل یې په کور کې پرېښي وو. همدا لامل و چې د هغوی ورځ په طبیعي توګه پر لمر او ماښام یې پر خپل بل کړي اور روښانه و.