شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

جنوري 13, 2019
in پوهنتون
0 0

د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د یوه پوهنځي (ښوونې او روزنې) په درلودو سره  په ۱۳۹۶ لمریز کال کې کېښودل شوه. د دې موسسې رییس او بنسټ اېښودونکی پوهنیار محمدقاسم عادل وایي، د نیمروز د خلکو له پر له پسې غوښتنو او هڅو وروسته پر دې وتوانېدل چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په دغه ولایت کې هم د لوړو زده کړو د موسسې د بنسټ ډبره کېږدي، څو خپله د نیمروز ولایت او د هېواد د نورو ولایتونو ځوانان پکې لوړې زده کړې وکړي. دی وایي، د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه یو پوهنځی (ښوونه او روزنه) لري چې په څلورو ډيپارټمنټونو (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) کې یې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي.

عادل وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې د نورو پوهنځیو د منظورۍ غوښتنلیک سپارلی دی، خو تر اوسه پورې ورته کوم نوی پوهنځی نه دی منظور شوی. دی وایي، هڅه به یې دا وي چې څومره ژر کېدای شي، د نیمروز د لوړو زده کړو په موسسه کې به نوي پوهنځي تاسیس کړي، څو په بېلابېلو برخو کې پوهنځي ولري او له ګام پر ګام پرمختګ وروسته، د لوړو زده کړو دغه موسسه پوهنتون ته ارتقا وکړي.

د دې موسسې رییس وایي، په لومړي کال لوړو زده کړو وزارت ورته د کانکور ازموینې له لارې ۲۰۰ محصلین ور پېژندلي وو، خو دا چې دغه موسسه نوې تاسیس شوې وه او ډېری محصلینو ورته زړه نه ښه کاوه، نو یوازې ۱۳۰ تنو د زده کړو لپاره نوملیکنه وکړه او ټولګيو ته حاضر شول. دی وایي، له دې ډلې ځینو یې د کال په اوږدو کې زده کړې پرېښودې او ځینو نورو بیا په ازموینو کې له ناکامۍ وروسته له موسسې سره مخه ښه وکړه، اوس ورته له تېر کال څخه په دویم ټولګي کې یوازې ۶۵ محصلین پاتې دي چې په دې ډله کې ۳۵ یې ښځینه او ۳۰ یې نارینه محصلین دي. د پوهنیار محمدقاسم عادل په خبره، روان ۱۳۹۷ لمریز کال ورته د کانکور ازموینې له لارې ۱۷۵ نوي محصلین ور معرفي شوي چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په څلورو ډیپارټمنټونو کې زده کړې کوي.

عادل وایي، دوی تر اوسه پورې په کلني ډول یوازې همدا د ښوونې او روزنې په یوه پوهنځي کې د ۲۰۰ نویو محصلینو د جذب وړتیا لري، خو د پوهنځیو په زیاتېدو سره بیا کولی شي په کلني ډول له دې څخه زیات محصلین جذب کړي.

د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې ۱۶ کادري غړي لري چې ټول یې نارینه دي. د دې موسسې رییس وایي، د موسسې له تاسیس سره سم ورته د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ۱۶ استادانو تشکیل ورکړل شوی و چې په۱۳۹۷ لمریز کال کې هم ورته دوه نور استادان په تشکیل کې زیات شوي، خو لا یې رسماً خپلې دندې نه دي پیل کړې. د عادل په خبره، په نږدې راتلونکي کې به دغه استادان هم د نیمروز د لوړو زده کړو په موسسه کې د استادانو په توګه خپله دنده پیل کړي. پوهنیار عادل وایي، دا چې نیمروز د افغانستان یو ډېر لرې پروت ولایت دی، نو هغه استادان چې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، زړه نه ښه کوي چې په دې موسسه کې دنده واخلي. دی وایي، تر اوسه پورې چې کوم استادان د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د تدریس چارې مخ ته وړي، ټول یې یوازې د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، خو اوس تازه یې دوه تنه استادان د ماسټرۍ لپاره له هېواده بهر چین او هند ته استولي دي چې له ماسټرۍ وروسته به بېرته خپلو دندو ته را وګرځي. د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، هڅه یې دا ده چې هر څومره ژر چې کېدای شي د پاتې نورو استادانو لپاره هم په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرام کې د شاملېدو چانس برابر کړي او د لوړو زده کړو وزارت له لایحې سره سم له دې وروسته چې کوم استادان په دنده ګوماري، لږ تر لږه باید د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې ولري.

که څه هم چې د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه نوې تاسیس شوې ده، خو بیا یې هم د محصلینو او استادانو د یو څه ستونزو د راکمولو لپاره یو کوچنی کتابتون جوړ کړی دی.

د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، په کتابتون کې یې زر ټوکه کتابونه شته چې محصلین او استادان وخت ناوخته ترې د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه اخلي. عادل وایي، دغه کتابونه یې په نیمروز کې د عدلیې ریاست، اطلاعاتو او کلتور ریاست او هرات پوهنتون په مرسته برابر کړي دي. نوموړی وایي، هڅه یې دا ده چې د لوړو زده کړو وزارت او نورو بنسټونو په مرسته کتابتون لوی او د کتابونو شمېر یې ور زیات کړي.

د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، تر اوسه پورې د لیلیې لپاره کومه ځانګړې ودانۍ نه لري او هغه محصلین چې له نورو ولایتونو څخه راغلي او د لیلیې پر شرایطو برابر دي، د لوړو زده کړو وزارت له مقرراتو سره سم ورته د میاشتې څه باندې ۱۸۰۰ افغانۍ ورکول کېږي چې دوی خپله په بازار کې د ځان لپاره کوټې کرایه کړې دي او له درسي ساعتونو وروسته پکې خپل ورځنی ژوند تېروي. عادل وایي، هڅه کوي چې د نورو ودانیو د جوړېدو ترڅنګ د نجونو او هلکانو لپاره هم د لیلیې ودانۍ جوړې کړي او په شرایطو برابرو محصلینو ته خپله د موسسې په لیلیه کې د اوسېدو امکانات برابر کړي.

دا چې د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه تېر کال تاسیس شوې ده او تر اوسه پورې یې د محصلینو شمېر دومره زیات نه دی، نو تېر کال یې یوازې په یوه ټایم کې محصلینو ته تدریس کاوه، خو سږ کال چې د محصلینو شمېر یې یو څه زیات شوی او دا موسسه د تدریسي خونو له کمښت سره مخ ده، نو غواړي په دوو ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره ور وغواړي چې لومړۍ برخه به یې د سهار له اتو د غرمې تر دوولسو پورې او بله برخه به یې د ماسپښین له یوې د مازیګر تر څلور بجو پورې زده کړو ته ورځي.

پوهنیار عادل وایي، هر پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسه چې کله یې د بنسټ ډبره اېښودل کېږي، له ډېرو ستونزو سره مخ وي، خو له نېکه مرغه د لوړو زده کړو وزارت له خوا پر ځانګړې شوې بودجې سربېره، د نیمروز د علم دوسته خلکو او سیمه ییزو سوداګرو پرمټ یې د محصلینو لپاره د زده کړو زمینه او تر یوې کچې پورې هغه څه چې د محصلینو اړتیا بلل کېږي، برابر کړي دي.

د دې موسسې رییس وایي، دوی تر اوسه خپلې اداري او تدریسي چارې د نیمروز ولایت د دارالمعلمین په ودانۍ کې مخ ته وړي. نوموړی وایي، که څه هم چې لوړو زده کړو وزارت ته یې د اداري، تدریسي او د لیلیې لپاره د ودانیو د جوړېدو غوښتنلیکونه سپارلي، وعدې ورسره شوې، خو چارې یې عملاً نه دي پیل شوې. دی وایي، دا چې ۹۷ کال په تېرېدو دی، نو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د ۹۸ کال له پیل سره سم ورته د دې دریو ودانیو د جوړېدو غم وخوړل شي، څو د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه هم د خپلو ودانیو څښتنه شي چې بیا وروسته به ګام پر ګام د نورو پوهنځیو په زیاتېدو سره د نورو ودانیو د جوړېدو هڅه هم کوي. پوهنیار عادل وایي، دا چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په ډېری ډیپارټمنټونو کې ساینسي مضامین تدریسېږي او لابراتوار ته جدي اړتیا پکې لیدل کېږي، نو له لوړو زده کړو وزارت او په دغه ولایت کې یې له ملي سوداګرو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. که څه هم چې د یوه پوهنتون یا د لوړو زده کړو د یوې موسسې لپاره، پر ودانیو سربېره، لابراتوارونو، جومات، کتابتون، سپورټي میدانونو، ژورو څاګانو، برېښنا، شنې ساحې او د ډېرو نورو اړینو امکاناتو اړتیا لیدل کېږي، خو د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې له دې هر څه بې برخه ده. د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس له لوړو زده کړو وزارت او نورو اړوندو ادارو څخه غواړي چې په دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي او اړین امکانات ورته برابر کړي.

Share13Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In