د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې افغان حکومت او ایران هوکړه کړې چې په ایراني زندانونو کې بندي ۷۰۰ زندانیان به افغان لوري ته سپاري. له دې ډلې ۲۰۱ کسه تېره اونۍ افغان حکومت ته سپارل شوي وو او اوس ۲۴۴ کسه نور هم ایران افغانستان ته لېږلي دي. په دې ډله کې تر ډېره هغه کسان شامل دي چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي. ایران وايي غواړي په ایراني زندانونو کې ټول شته زندانیان افغان حکومت ته وسپاري. دوه میاشتې مخکې افغان اوایراني حکومت هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو په زندانانونو کې شته بندیان به یو بل ته سپاري. په ایران کې زرګونه افغانان کډوال دي، چې وخت ناوخت د بېلو جرمونو په تور د ایراني حکومت له لوري نیول کېږي، ځورول کېږي او بیا کلونه کلونه زنداني کېږي.