ځانمرګو بریدګرو د هرات ښار پر شپږمه امنیتي حوزه برید کړی دی. د راپورونو له مخې تېر ماښام شپږ بجې درېیو وسله والو د هرات ښار پر شپږمه امنیتي حوزه برید وکړ او ددغه حوزې ودانۍ ته ننوتل. دوی مخامخ له پولیسو سره نښته پيل کړه او څو ساعته دغه نښتې دوام وکړ. د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل وایي، بریدګر تر څو ساعته نښتې وروسته وژل شوي دي. دده په خبره د بریدګرو له ډلې یوه یې ځانمرګی واسکټ درلود او پاتې دوه په وسلو سمبال وو. هغه وايي په پېښه کې دوه پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي. د هرات د ملکي روغتون کارکوونکي هم وايي چې د پېښې له سیمې درې جسدونه او یو ټپي وروړل شوي دي. ددغه برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.