د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه وايي چې په یو لړ عملیاتو کې یې د هېواد په ختیځ کې دداعش ډلې یو مهم قومندان خطاب امیر وژلی دی. امریکایي چارواکو ویلي چې خطاب په افغانستان کې په ګڼو پېچلو او خونړیو بریدونو کې لاس درلود او همدا راز یې په افغانستان کې دداعش غړو ته د ځانمرګو او نورو بریدونو د ترسره کولو روزنه ورکوله. د سرچینې په خبره هغه همدا راز داعش ډلې ته په افغانستان کې مالي امکانات او وسلې برابرولې. امریکايي ځواکونو ویلي چې په دې سره به په افغانستان کې دداعش ډله کمزورې شي او د ګڼو پېچلو بریدونو په ترسره کېدو کې به کمی راشي.