پخواني ولسمشر حامد کرزي د كاپیسا په تګاب او د وردګو په جغتو ولسوالیو کې د نظامي عملیاتو او هوایي بمباريو په پایله کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې یاد بریدونه بشري ضد جنایت بلل شوی او دا بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي. پخواني ولسمشر له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې د ښځو او ماشومانو په ګډون د عام ولس وژنه او د افغانانو د کلیو او کورونو ویجاړول د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل بللی او د دغه راز بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ګډو ځواکونو شپنیو او هوایي عملیاتو زور اخیستی دی چې ډيری وخت یې قربانیان عام وګړي وي.