امریکا وایي له ناټو سره په ګټه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې په افغانستان کې یې د امریکايي او ناټو ځواکونو له قومندان سره خبرې کړې دي. د مایک پمپیو په خبرو له سکاټ مېلر سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او همدا راز د سولې پر هڅو بحثونه کړي. د هغه په خبره ناټو ځواکونه او امریکا په ګډه هڅه کوي چې په افغانستان کې دایمي ثبات او سوله راولي. هغه زیاته کړې چې له مېلر سره یې د زلمي خلیلزاد پر هڅو هم خبرې کړې دي او دواړو لورو ټینګار کړی دی چې د جګړې په ختمولو، ترهګرۍ په ځپلو او د سولې خبرې مثبتو پایلو ته رسولو په برخه کې به هڅې ډېروي.