عدلیه وزارت وایي، د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جوازونه یې لغو کړل. د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت ویلي چې دغو ټولنیزو ادارو خپل جوازونه نه وو تمدید کړي، ځکه دغه وزارت ددوی جوازونه لغوه کړي دي. د عدلیې وزارت د ویاند په خبره هغه ټولنیز بنسټونه چې د فعالیت د جواز له ختميدو تر شپږو میاشتو پورې دغه وزارت ته مراجعه ونه کړي، د قانون له مخې یې د فعالیت اجازه لغو کېږي. عدلیې وزارت همدا راز وایي چې د ټولنیزو فعالیتونو لپاره یې ټولنو ته د جواز په ورکړه کې هم شفافیت او اصلاحات راوستي دي او په دې برخه کې شته ستونزې له منځه وړي.