د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولین وايي چې د دغې ادارې له ستراتيژیکو موخو سره سم، په تېر یوه کال کې ۸۶ زره ۲۱۱ زده کوونکي او محصلین په تعلیمي مرکزونو او حرفوي پروګرامونو کې شامل شوي دي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولینو نن د دغې ادارې د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو یو کلن راپور او د روان کال پلانونه له رسنیو سره شریک کړل. د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وویل چې؛ اوسمهال افغانستان د نورو برخو ترڅنګ، د کانونو د استخراج په برخه کې ماهر او مسلکي کسانو ته اړتيا لري چې د هغو روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسووليت دی. د هغه په وینا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر اوسه زرګونه ماهران او مسلکي کسان په ۱۱ بېلابېلو سکتورونو او ۷۳ رشتو کې ټولنې ته وړاندې کړي دي.