د ولسمشر دویم مرستیال نن د خبرو پر مهال د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون توندې نیوکې وکړې. نوموړي وویل چې په دغه کمیسیون کې پراخ فساد ددې سبب شوی، چې د دولت او ملت باور ته زیان ورسي او خلک پر ټاکنو بې باوره شي. دده په خبره دغه کمیسیون کم کاره دی او د درېیو میاشتو په تېرېدو لا هم په دې نه دی بریالی شوی چې د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې اعلان کړي. سرور دانش وویل، چې د ټاکنو کمیسیون دغه کم کاریو او فساد د خلکو حوصله ختمه کړې ده. سرور دانش زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت د ټاکنو په کمیسیون کې پراخ اصلاحات راولي او د خلکو حق ته درناوی کوي. هغه ژمنه کړې چې د خلکو د رایې د خوندیتوب او راتلونکې کې د دولت د باور تامین ته به د ټاکنو کمیسیون کې اصلاحات راولي. تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې ښايي د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې پراخ بدلونونه او اصلاحات راوستل شي.



































