د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په شهر صفا ولسوالۍ کې یو بندي طالب تیر ماښام لمانځه مهال د دغې ولسوالۍ د امینه قومندانۍ له یو پولیس نه وسله اخیستې او پر لمانځه ولاړو پولیسو یې ډزې کړې دي، چې په پایله کې یې د پولیسو اته منسوبین وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي پیښه تائید کړې او ویلي دي، چې بندي طالب د لمانځه پر مهال پر پولیسو ډزې کړې، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده. د زابل د شهر صفا ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط وویل، چې په اتو وژل شویو منسوبینو کې د شهر صفا ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اداري او جنایي مدیران او د ټولۍ قومندان هم شامل دي. دا چې بریدګر تښتېدلی او که څنګه په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.