د میدان وردګو ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د کورنیو د اقتصاد د ښه والي په هدف، د نوموړي ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر زرګونو کورنیو د هګیو چرګان وېشل شوي دي.
د دې ادارې رییس ولي احمد تسل پرون ازادي راډیو ته وویل چې له چرګانو پرته، له دغو کورنیو سره د چرګانو دانه، د اوبو څښلو لوښي او دغه شان د چرګانو د ساتنې د ځای لپاره د جالیو او دروازو مرسته هم شوې ده.
ښاغلي تسل وویل، دغه کورنۍ کولای شي د چرګانو د هګیو په خرڅولو سره خپل اقتصاد ښه کړي.
د نوموړي په خبره، دوی هڅه کوي چې کورنیو او بیا په ځانګړي ډول د ښځو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره له دې زیاتې مرستې وکړي.