افغان حکومت د سولې په برخه کې د ازبکستان له هڅو مننه کړې ده. د راپورونو له مخې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د سمرقند په غونډه کې له خپلو ترکمنستاني او ازبکستاني سیالانو سره کتلي دي. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې رباني د سولې په برخه کې د ازبکستان له ابتکاري رول مننه کړې ده او له دغه هېواد یې غوښتي چې په دې برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف هم په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې نه سپموي. رباني همدا راز له ازبکستاني لوري غوښتي چې افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو په ورکړې دوی ته زده کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي. ازبکستاني اړخ ژمنه کړې چې په بېلو برخو کې به له افغانستان سره خپلې همکارۍ ډېروي.