د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو قطر ته تللی دی او هلته یې له خپل قطري سیال سره کتلي دي. دواړو لورو د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې وویل، امریکا له قطر سره د ښو اړیکو لرل غواړي او په دې برخه کې به هڅه کوي. هغه زیاته کړې چې امریکا له قطري چارواکو سره همدا راز پر افغان سوله هم خبرې کړې دي او دوحې ژمنه کړې چې په دې برخه کې به هېڅ راز همکاري نه سپموي. پمپیو په دې سفر کې له قطر مننه کړې چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې له امریکا سره مرستې کړې دي او لا هم ددغه هېواد سلګونه سرتېري په قطر کې اوسي. دغه لوړپوړي امریکايي ديپلومات ویلي چې ددوه اړخیزو اړیکو د لا ښه کولو لپاره به خپلې هڅې ډېروي.