طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې د دې ډلې پخوانی لوړپوړی چارواکی او د یادې ډلې پخواني مشر ملا عمر ته نږدې کس ملا عبدالغني برادر قطر ته تللی دی. رسنیو طالبانو ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي، تر اوسه د یادې ډلې سیاسي دفتر د نوموړي د رول په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې ډېر ژر به په دې اړه پرېکړه وکړي. ملا برادر چې په پاکستان کې له ډېرې مودې راهیسي بندي و، د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا په غوښتنه له زندانه ازاد شوی دی. نوموړی وروسته تر هغه له بنده ازاد شو چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په همدې موخه سیمې ته لومړی سفر پیل کړ. په ورته وخت کې د سولې عالي شورا بیا د سولې برخه کې د ملا برادر رول خورا مهم بولي او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې هر څومره ژر کېدای شي له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي. خو طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی او ویلي یې دي، دوی چې څو پورې له امریکایي لوري سره خبره سپینه نه کړي له افغان حکومت سره خبرو ته نه کېني.