د سولې عالي شورا وایي، له وسله والو طالبانو سره د سولې روانې خبرې اترې هیله بخښونکې دي. د یادې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د سولې شورا یو بل مرستیال عطاالرحمن سلیم ویلي و، چې طالبان د سولې خبرو لپاره هیڅ پروګرام نه لري. دین محمد بیا په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، دا چې څوک د سولې په اړه هر ډول څرګندونې کوي د هغوی خپل نظر دی خو د شورا د سولې په اړه وروستیو هڅو ته خوشبینه ده. نوموړي زیاته کړې، چې اصلاً د جګړې په حالت کې کله نا کله داسې څرګندونې مطرح کېږي، چې تمه یې نه کېږي، خو د نوموړي په خبره مایوسي هم د حل لار نه ده او په کار ده، چې د داسې څرګندونو پر ځای د دې هڅه وشي، چې طالبان د سولې خبرو ته راکاږي. هغه دغه راز په خپلو خبرو کې په ټینګار سره وویل، چې د سولې په تړاو وروستۍ هڅې د دې ښکارندویي کوي چې سوله به کېږي.