د هند او منځنۍ اسیا د لومړني ډیالوګ په ناسته کې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت او د ثبات په راتلو ټینګار وشو. د هند او منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ټولو ګډونوالو هېوادونو له افغانستان سره د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ. د دې ناستې په ګډه اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د سولې هڅې باید د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او کنټرول کې وي، د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې خوندي او جګړه پای ته ورسوي. د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج ویلي چې د اسیا په زړه کې پروت یو سوله ییز او با ثباته افغانستان کولای شي د منځنۍ او جنوبي اسیا د وصل پل وګرځي. سوارج په افغانستان کې د پراختیايي پروژو لپاره د هند د درېیو میلیاردو ډالرو د مرستې یادونه هم وکړه چې پر مټ یې ځینې پروژې له ۲۰۱۷ کاله راهیسې پیل او جوړ شوې دي. د هند او منځنۍ اسیا په لومړني ډیالوګ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم برخه اخېستې وه.