د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى ډاکټر زلمى خليلزاد د سولې د هڅو په دوام چين ته تللى دى. خليلزاد پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې په بيجینګ کې د چين له چارواکو سره پر افغان سولې او نورو موضوعاتو خبرې کوي. هغه هيله څرګنده کړې چې له چين سره پر افغان سولې به په ګډه کار وکړي. چين ته تر روانېدو مخکې ډاکتر زلمي خليلزاد په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار له ډاکتر حمدالله محب سره او په اسلام اباد کې له افغان سفير لطف الله مشعل سره جلا جلا ليدلي دي. نوموړي د دې ليدنو جزئيات نه دي خپاره کړي. خليلزاد هند ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزيرې سره پر افغان سولې خبرې کړې وې. په دې وروستيو کې د افغان سولې په تړاو هڅې چټکې شوې دي. خليلزاد له هند وروسته چين ته تللى او له هغه وروسته به افغانستان ته راځي.