د ملي امنیت شورا سلاکار د افغان سولې په اړه له عرب چارواکو سره خبرې کوي. د ملي امنیت شورا وايي، حمدالله محب سیمې ته د خپل سفر په لړ کې غواړي د افغان سولې په اړه اجماع قوي کړي. د سرچینې په خبره هغه د همدې سفرونو په لړ کې له چین وروسته سعودي عربستان ته ځي او هلته به له عرب چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کوي. د ملي امنیت شورا ویاند طارق آرین ویلي، محب به هڅه وکړي چې پر طالبانو نفوذ لرونکي هېوادونه وهڅوي، څو طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي. حمد الله محب هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې سفرونه یې له مثبتو پیغامونو او لاس ته راوړنو ډک دي او هیله یې څرګنده کړې چې له عرب چارواکو سره هم پر مهمو مسایلو هوکړې ته ورسېږي.