اجرایه رییس هم د ولسي جرګې د پایلو پر اعلان ملنډې وهلې دي. اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي، چې د ټاکنو د پایلو اعلان ډېر وځنډېد او د ولس حوصله یې تنګه کړه. هغه ویلي (په ۲۰۱۴ کال کې یوه کس ویلي، چې که د افغانستان نفوس لکه د چین هومره وای، نو ښايي د ټاکنو پایلې د قیامت په ورځ اعلان شوې وای). نوموړي داسې مهال د ټاکنو کمیسیون پر کړنو ملنډې وهلې، چې تېره ورځ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنو کمیسیون، فاسد، کمکاره او بې ظرفیته وباله. دده په خبره ددغه کمیسیون کمکاریو د ولس حوصله ختمه کړې ده.