د پکتيکا د برمل ولسوالۍ په ځینو خصوصي ښوونځيو کې د افغانستان د درسي نصاب پر ځاى د پاکستان نصاب تدریسېږي. د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې له څو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ په شخصي ښوونځيو کې د پاکستان نصاب تدريسېږي. دوی وايي، دغه موضوع یې په وار وار له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې خو تر اوسه نه ده حل شوې. په ورته وخت کې په دې ولسوالۍ کې د خصوصي ښوونځیو مسوولین وایي چې د دوى په سيمه کې دولتي ښوونځي نشته او زده کوونکي يې له ستونزو سره مخ دي. هغوی زیاتوي، تر دې وړاندې به زده کوونکو له کرښې هاخوا په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کولې، نو ځکه دوی ورته په مورنۍ خاوره کې په پاکستاني نصاب د زده کړو زمينه برابره کړې ده. د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق بیا په دې اړه ناخبري ښیي خو ټینګار کوي چې دغه موضوع به جدي څېړي او د مخنيوي لپاره به يې پوره هلې ځلې کوي.